د پاکستان پوځ وايي، په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې نهه وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲

د پاکستان پوځ ویلي، چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې په دوو جلا عملیاتو کې د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون نهه وسله وال وژلي دي.

پوځ د دغو دوو قوماندانانو هويت، نجيب مشهور په عبدالرحمان او اشفاق مشهور په معاويه یاد کړی.

د پاکستاني پوځ رسنیزه څانګه وايي، دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي.

پوځ د دوشنبې په ورځ په د (چنګاښ ۱۱مه) یوه بیان کې وویل، د خیبرپښتونخوا ایالت په تیرا سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو دوه جګپوړي قوماندانان له پنځو نورو سره ووژل شول.

په یوه بل خبر کې د پاکستان پوځ ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په جلا نښته کې دوه نور وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې دغو وسله والو پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس درلود.

تر اوسه پورې وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني پوځ د کومې ډلې نوم اخیستی چې دغه کسان تړاو ورسره لري.

خو په یادو شویو سیمو کې د ټي ټي پي وسله واله ډله فعالیت کوي چې وخت ناوخت پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

نور خبرونه

رادیو