د کرېکټ نړۍوالې شورا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې درې افغان ستوري د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ ۲۰ اوره نړۍوال جام په سیالیو کې غوره شوې لوبډلې ته لاره پېدا کړه.
راشد خان ارمان، رحمان الله ګربز او فضل الحق فاروقي هغه افغان لوبغاړي دي، چې د نړۍوال جام غوره شوې لوبډلې ته انتخاب شوي دي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) کارپوهانو د نړۍوال جام د ټولو لوبډلو په منځ کې له پنځو بهترينو لوبډلو څخه دغه لوبغاړي غوره کړي دي.
په دې لوبډله کې د افغانستان، هند، استرالیا، وېسټ انډیز او سویلي افریقا لوبغاړي شامل شوي او د نورو هېوادونو لوبغاړي نه دي غوره شوي.
په دې لوبډله کې د هند ۶ لوبغاړي غوره شوي، چې د نورو لوبډلو تر لوبغاړو زيات دي، ځکه هند نړۍوال جام ګټلی.
له هند وروسته په دې غوره شوې لوبډله کې افغانستان د درېیو ستورو په لرلو سره تر ټولو زیات استازي لري.
د ویسټ انډیز، اسټرالیا او سویلي افریقا له لوبډلو څخه یوازې یو - یو لوبغاړی د نړۍوال جام د غوره شوې لوبډلې غړیتوب تر لاسه کړی دی.
د لوبغاړو جوړښت:
د هند شپږ لوبغاړي: روهیت شرما، سوریاکومار یادو، هارډیک پانډیا، اکسار پټیل، جسپرټ بومرا او ارسډیپ سینګ شامل دي.
د افغانستان درې لوبغاړي: رحمان الله ګربز، راشد خان ارمان او فضل الحق فاروقي
د ویسټ انډيز یو لوبغاړی: نیکولاس پوران
د اسټرليا یو لوبغاړی: مارکوس اسټوینیس
د سويلي افريقا یو لوبغاړی: انریچ نورته
د هند لوبډلې کپتان رهيت شرما او جسپرټ بومرا چې د سيالیو غوره لوبغاړي وو؛ د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې خاص رول درلود.
د کرېکټ په ۲۰ اوره نړۍوال جام کې افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز تر ټولو ډېرې منډې کړې او فضل الحق فاروقي د نړۍوال جام غوره توپ اچونکی ټاکل شوی، ځکه دې غوره شوې لوبډلې ته انتخاب شوي دي.
په نړۍوال جام کې د افغانستان د لوبډلې کپتان راشد خان د تل په څېر بریالی او اغېزمن و.
نوموړی ځکه دې لوبډلې ته غوره شوی، چې د کپتان په توګه د هغه د مديريت لوړوالی د ټیم رهبري کول او د نړۍ د مخکښو ټیمونو پروړاندې د لویو بریاو ګټل یاد شوي.
سره له دې چې اسټرالیا نیمه پایلوبې ته ونه رسیده؛ خو مارکوس سټوینیس په دې جام کې بهتريني سيالۍ تر سره کړې.
د نړۍوال جام د دويم مقام لرونکي سويلي افريقا او کوربه هېواد ويسټ انډيز لوبډلو څخه په دې غوره شوې لوبډله کې يوازې يو - يو لوبغاړی انتخاب شوی دی.