پاکستان او هند د بنديانو د تبادلې په لومړي پړاو کې لېستونه تبادله کړل

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، چې اسلام اباد او نوي ډيلي د اړوند عالي کمېشنريو له لارې د بنديانو لېستونه تبادله کړل.

ممتاز زهرا پلوچ زياتوي، چې دغه دواړه هېوادونه هر کال د جنوري او جولای مياشتو په لومړۍ نېټه دغه لېستونه یو بل ته وړاندې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ زیاتوي، چې د پاکستان په زندانونو کې د ۲۵۴ هندي اتباعو او کب نيونکو زندانيانو لېست يې هند ته سپارلی.

په خبري کې راغلي، چې هند بيا په خپلو زندانونو کې د ۴۵۲ پاکستاني اتباعو او کب نيونکو لېست برابر کړی دی.

اغلې بلوچ وايي، چې تر دې وړاندې دوی هند ته د هغو ۳۸ نادرکه پاکستاني اتباعو لېست هم ورکړی، چې ويل کيږي د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ جګونو راهيسي د هند په زندانونو کې بنديان دي.

هغې د ټولو هغه پاکستاني زندانيانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د هند په زندانونو کې يې خپلي سزاوې پوره کړي.

ممتاز زهرا بلوچ ټينګار کړی، چې د هند په زندانونو کې د ټولو پاکستاني زندانیانو د ژر تر ژره خوشي کېدو لپاره به هلې ځلې جاري ساتي.

نور خبرونه

رادیو