د چمن پرلتوال: که محکمه مو د بندي ملګرو د خوشې کېدو پرېکړه ونه کړي یو ځل بیا لارې تړو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱

په چمن کې پرلتوال وايي، که محکمه یې د بندي شویو ملګرو د خوشې کېدو پرېکړه ونه کړي یو ځل بیا لارې تړي او پولیو واکسین بندوي.

پرلتوال دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې، له څو اونیو راهیسې د چمن پرلت د مرکزي کمېټې غړي بندیان دي، او سبا یې په محکمه کې د قضیې په اړه پرېکړه کیږي.

د چمن ځايي اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۲۸۴ ورځې پوره شوې دي.

دغو پرلتوالو نن یو ځل بیا په چمن ښار کې د ګوزڼ ضد واکسین او د تګ راتګ لارو د تړلو خبرداری ورکړ.

پرلت کوونکي وايي، سبا د سې شنبې په ورخ د کوټې په محکمه کې د پرلت د مرکزي کمېتې د بندي شویو غړو په اړه پرېکړه کیږي.

دوی وايي، که حکومت هغوی یو ځل بیا زندان ته ولیږي نو په چمن ښار کې به بیا پراخ لاریونونه پیل کړي.

د پرلت غړی محمدولي وايي: «نور موږ انتظار نه شو کولی، زموږ ډیری ملګري په زندانونو کې پراته دي، که سبا عدالت دوی راخوشې نه کړي موږ به د پولیو ضد واکسین او د تګ راتګ لارې بندې کړو.»

د چمن پرلت یو شمېر غړي څو اونۍ وړاندې هغه مهال د پاکستان د پولیسو له لوري ونیول شول چې د یوې میاشتې لپاره یې د چمن او کوټې ښارونو ترمنځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړلې وه.

دغه پرلت وال په سوېلي پښتونخوا کې له سیاسي ګوندونو غوښتنه کوي چې د پاکستان له حکومت سره دې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه باندې د پاسپورټ د جبري کېدو موضوع حل او خلکو ته دې د کاروبار اجازه ورکړل شي.

نور خبرونه

رادیو