د افغانستان یو نابینا لوبغاړي د برېتانیا د منډو په سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰

د افغانستان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د انګلستان په لندن ښار کې د « میټرو بلینډ سپورت» د منډو په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل.

نوري د ۲۰۰ او ۸۰۰ مترو په واټن کې له نورو ګډونوالو څخه مخکې شو او لومړی مقام یې وګاټه.

په دې سیالیو کې شاوخوا ۱۰۰نابینا او په سترګو کمزورو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

ولي محمد نوري د منډو په ٢۲ سياليو کې ګډون کړى او په ډېرو کې يې مډالونه ګټلي دي.

نوري تر اوسه د منډو وهلو په درېیو سیالیو کې ګډون کړی او دوه د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

دغه لوبغاړي څوارلس کاله مخکې په افغانستان کې په یوې بمي چاودنې کې په سترګو ړوند شوی دی.

نور خبرونه

رادیو