د کرېکټ نړۍوال جام؛ فضل الحق فاروقي د دغه جام تر ټولو ډېر وېکټ اخیستونکی لوبغاړی شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰

د کرېکټ نړۍوال جام له پایلوبې وروسته د کرېکټ نړۍوالې شورا یو ځلې بیا په دغه جام کې د هغو توپ اچوونکو نوملړ خپور کړی، چې تر ټولو ډېرې وېکټې یې اخیستې دي.

په دغه نوملړ کې له افغانستانه تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د ۱۷ وېکټو په اخیستو سره د دغه جام تر ټولو ډېر وېکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.
په دغه نوملړ کې د فاروقي ترڅنګ د راشدخان نوم هم شامل دی.
تر فاروقي وروسته د هند ارش دیپ هم په دغه جام کې ۱۷ وېکټې اخیستې دي؛ خو د اېکانومي له کبله تر فاروقي وروسته په دویم مقام کې دی.
په دغو سیالیو کې د فاروقي ترڅنګ د راشدخان نوم هم د دغه نوملړ په پنځم ځای کې لیدل کېږي.
راشدخان د ۱۴ وېکټو په اخیستو سره تر دې وړاندې په درېیم ځای کې و؛ خو تر پایلوبې وروسته دوه پوړۍ لاندې پنځم ځای ته راښکته شو.

نور خبرونه

رادیو