د کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه؛ هند سويلي افريقا ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹

د هند او سويلي افريقا ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ ۲۰ اوره نړيوال جام په پايلوبه کې هند خپلي سيالي لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه

د همدې لوبې پچه هند لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپوهنه غوره کړه.

د هند کرېکټ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سويلي افريقا ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه

د هند په لوبډله کې ویرات کوهلی په ۵۹ توپونو ۷۶ منډې جوړي کړې.

د سويلي افريقا په توپ اچونونکو کې کېشو مهاراج او انریچ نورتجي دوه دوه هندي لوبغاړي وسوځول.

هند او سويلي افريقا هغه دوې قوي لوبډلې دي، چې د کريکټ په دې ۲۰ اوره نړيوال جام کې يې یوې لوبډلې هم مات نه کړل او په خپلو ټولو سياليو کې یې برياوي په نوم کړې.

د سوېلي افریقا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې لوبډله یې د شل اوره سیالیو نړۍوال جام پایلوبې ته لاره مومي.

د دې پايلوبې د دوهمې برخې له پای ته رسېدو سره به اتله لوبډله معلومه شي.

نور خبرونه

رادیو