د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې خبر ورکړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو لوبغاړو د فوټسال روزنیز او انتخابي کمپ پای ته ورسېد.
په دې کمپ کې د افغان فوتسال د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي محسن رضايي د افغانستان د ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو لوبډلو لپاره ۶۰ لوبغاړي غوره کړل.
دغه تمریناتي کمپ د ایران پلازمېنې ته څېرمه په قم ښار کې د افغانستان د ۱۹ کلنو د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي محسن رضايي او د دغه ټیم د مرستیال روزونکي شکرالله مومند په مشرۍ د افغان کډوالو فوټسال لوبغاړو لپاره جوړ شوی و.
د کمپ په لومړي پړاو کې ۶۰ لوبغاړي وټاکل شول.