د کرېکټ نړۍوال جام د پایلوبې په درشل کې؛ د کرېکټ نړۍوالې شورا یو ځلې بیا په دغه جام کې د هغو توپ اچوونکو نوملړ خپور کړی، چې ترټولو یې ډېرې وېکټې یې اخیستې دي.
په دغه نوملړ کې له افغانستانه فضل الحق فاروقي د ۱۷ وېکټو په اخیستو سره لاهم د نوملړ په سر کې دی.
په دغه نوملړ کې د فاروقي ترڅنګ د دوو نورو افغان توپ اچوونکو نومونه هم شامل دي.
تر فاروقي وروسته تر دې دمه د هند ارش دیپ د ۱۵ وېکټو په اخیستو سره دویم، راشدخان د ۱۴ وېکټو په اخیستو سره درېیم او نوین الحق بیا د ۱۳ وېکټو په اخیستو سره د دغه نوملړ شپږم مقام خپل کړی دی.
که په پایلوبه کې تر فاروقي د چا وېکټې لوړې نه شوې؛ نو د لوبو په پای کې به د دغه جام تر ټولو ډېر وېکټ اخیستونکی لوبغاړی اعلان شي.