ټي‌ټي‌پي: د ترهګریزو کړنو د څار برخه کې د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې او بې بنسټه دی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د پاکستان تحریک طالبان ډله وایي، هغه راپور چې په دې وروستیو کې د ترهګریزو کړنو په اړه ملګرو ملتونو خپور کړی له حقیقته لرې او بې بنسټه دی.

د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ویلي دي، چې په پاکستان کې روانه جګړه د دوی له‌خوا نه ده پیل شوې؛ بلکې په لیکنه یې د دغه هېواد پوځ پر دوی دغه جګړه تپلې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه جګړه د دوی د ديني ارزښتونو او کلتور د له منځه وړلو او د دوی د سرچينو او کانونو د غصبولو په موخه پيل شوې ده.
دغې ډلې ویلي، دوی د پاکستان له ټولو ګوندونو ستر ګوند دی چې په کې ګڼ عالمان، مخور او قومي مشران برخه لري.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې د دوی پیل شوې جګړه مقدسه ده او له دوی سره ټول مېشت قومونه او پرګنې د ازادۍ د تر لاسه کولو په دې کار کې شریکه ونډه لري او هیڅ ډول بهرنۍ اجنډا نه لري.
د اعلامیې په وروستۍ برخه کې راغلي، تحریک طالبان پاکستان د خپلې مبارزې لپاره د نورو خاوره نه کاروي او د ملګرو ملتونو څځه غواړي چې د راپورونو په وړاندې کولو کې دې له غور او کره مالوماتو څخه کار واخلي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو له‌خوا د ترهګریزو کړنو د څارنې لپاره د جوړې شوې کمېټې په راپور کې ویل شوي و، چې ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې د تاوتریخوالي مسووله ډله ده او باید تر سختو بندیزونو لاندې راوستل شي.

نور خبرونه

رادیو