د سوېلي افریقا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې لوبډله یې د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام پایلوبې ته لاره مومي.
سوېلي افریقا په نیمه پایلوبه کې د افغانستان له لوري ورکړل شوی ۵۷ منډو هدف د لوبې په ۸،۵ اور کې د یوې وېکټې په زیان سره پوره کړ او پایلوبې ته ووته.
افغانستان په دغه مهمه لوبه کې د ټولو وېکټو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته یوازې د ۵۷ منډو هدف ورکړ.
د سوېلي افریقا لوبډلې دغه هدف د لوبې په ۸،۵ اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۹ وېکټو په توپير له افغانستانه وګټله.
افغانستان په نړۍوال جام کې درې لوبې په ګروپي پړاو کې او دوه لوبې په اته غوره پړاو کې وګټلې او په لومړي ځل یې د نړۍوال جام نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
په دغه نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې تر ټولو دوه مهمې لاسته راوړنې د نیوزیلنډ او اسټرالیا لوبډلو ته ماتې ورکول یادېږي.
تر لوبې بایللو وروسته راشد خان وویل: «دا زموږ لپاره یو ښه ټورنمینټ و او ډېر څه مو ورڅخه زده کړل، لویو لوبډلو ته ماتې ورکول زموږ لپاره ښه لاسته راوړنه وه، اوس موږ د دې وړتیا او باور لرو چې هرې لوبډلې ته ماتې ورکولای شو. بل ځل به تر دې ښه وځلېږو. ځینو بدلونو ته اړتیا لرو، لکه په توپ وهنه کې مېډل ارډر مو د باور وړ نه دی، کله ښه ولوبېږي او کله هیڅ نتیجه نه ورکوي.»
دا په نړۍوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وه.
افغان لوبغاړي وايي، په سږني نړۍوال جام کې یې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.