د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، چې د ترهګرۍ او قاچاقو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د ډېورنډ پر کرښه نړۍوال سرحدي قوانین پلي کوي.
هغه زیاته کړې، چې ټول ترهګر په افغانستان کې دي.
خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو او قاچاق د مخنیوي لپاره به د ترافیکو او اتباعو کنټرول لا سخت کړي او پر ډېورنډ به ټول نړۍوال قوانین پلي کړي.
هغه زیاته کړې، چې عام وګړي او د لویو لاریو چلوونکي به پرته له پاسپورټ او وېزو پاکستان ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
هغه یو ځل بیا د افغانستان پر طالبانو غږ کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو ډلو له خوا د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.
وروسته له هغه چې افغان طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، په پاکستان کې ترهګريز بریدونه پراخه شوي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي: "موږ باید خپل هېواد خوندي کړو او دا پولې زموږ امنیت ته زیان رسوي."
نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې ترهګري ډېره شوې او اوس مهال ټول ترهګر د افغانستان په خاوره کې دي.
که څه هم افغان طالبانو په وار - وار د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او په پاکستان کې ناامني یې د دغه هېواد د امنیتي ادارو ناکامي بللې؛ خو پاکستاني چارواکو بیا افغان طالبان تورن کړي، چې دوی د ټي ټي پي ملاتړ کوي.
تازه د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سربېره جمعیت علمای اسلام او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو یې مخالفت کړی دی.
ملا فضل الرحمان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په نېږدې درې یا څلورو میاشتو کې به په پښتونخوا کې اسلامي امارت حاکم وي.
هغه زیاته کړې، چې د شمالي او جنوبي وزیرستان سربېره به طالبان د لکي مروت، بنو، دره اسماعیل خېل او یو شمېر سیمې ونیسي.
افغان طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.