د کرېکټ د شل اوریز نړۍوال جام د نیمه پایلوبې په لومړۍ لوبه کې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۱،۵ اورونو کې وسوځېدل او سیالې لوبډلې ته یې د ۵۷ منډو هدف ورکړ.
د ۲۰۲۴ کال د نارینهوو شل اوریز نړۍوال کرېکټ جام لومړۍ لوبه کې افغانستان د سویلې افریقا په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شو.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
په نن لوبه کې رحمان الله په صفر، ابراهیم ځدراڼ په ۲، ګلبدین نایب ۹، عظمت الله عمرزی ۱۰، محمد نبي صفر، ننګیال خروټی ۲، کریم جنت ۸، راشد خان ۸، نور احمد صفر ، نوین الحق ۲ او فضل الحق هم په دوه منډو وسوځېدل .
د افغانستان ټوله لوبډله د لوبې په ۱۱،۵ اور کې د ۵۶ منډو جوړېدو سره وسوځېده او سیالې لوبډلې ته یې د ۵۷ منډو هدف ورکړ.
د سوېلي افریقا په ګټه مارکو جانسن او تبریز شمسي درې، درې، ربادا او نوټراج ۲، ۲ ویکتې واخیستې.
دمګړۍ د لوبې دویمه پاڼۍ دوام لري او افغان لوبډلې د سوېلي افریقا یو لوبغاړی سوځولی دی.