کرېکټ‌بورډ: د افغانستان او سوېلي افریقا لوبه د کابل په ملي لوبغالي کې پر لوی سکرین خپریږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د افغانستان او سوېلي افریقا نیمه پایلوبه د کابل په ملي لوبغالي کې پر لوی سکرین خپريږي.
کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې لومړۍ لوبه سبا د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ ځايي وخت سهار ۵ بجې پیلېږي.

دغې ادارې لیکلي، د کابل ولایت اوسېدونکي د کرېکټ لوبغالي ته ور تللی او دا ستره سیالۍ له نږدې ننداره کولی شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ زیاتوي، چې په دغو مراسمو کې ګډون وړیا دی.
ټاکل شوې، چې دغه لوبه د براین لارا په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
په روان نړیوال جام کې سوېلي افریقا خپلې ټولې لوبې ګتلې دي، خو افغانستان بیا شپږ لوبې ګټلې او دوه یې بایللې دي.
که افغانستان د سوېلي افریقا پروړاندې راتلونکې لوبه وګټي دا به د افغان لوبډلې بله تاریخي لاسته راوړنه وي، چې له یادې لوبډلې د لومړي ځل لپاره لوبه ګټي او په دې سره به په لومړي ځل د نړیوال جام پایلوبې ته هم لار پیدا کړي.
د کرېکټ د نړیوال جام د دویم پړاو سیالۍ چې شپږ ورځې وړاندې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې، د ځینې هېوادونو د تمې خلاف افغانستان نیمه پایلوبې ته ورسېد.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پرونۍ تاریخي بریا افغانان خوشال او یو ځل بیا یې د افغانستان نوم د نړیوالو رسنیو د سر ټکی کړ.

نور خبرونه

رادیو