د کرېکټ د نړۍ پخواني ستوري: افغان لوبډله خپل کلک هوډ او عزم تر نیمه پایلوبې ورسوله

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د کرېکټ د نړۍ له نامتو او افسانوي لوبغاړو نیولي د بالیووډ تر ستورو پورې په اته غوره پړاو سیالیو کې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او نیمه پایلوبې ته په تګ سره د افغان لوبډلې هوډ او مهارتونه ستايل شوي دي.

افغانستان د ۲۰۲۴ کال کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام کې یوه نوې لاسته راوړنه په خپل نوم ثبت کړه.
په سږني نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې پرله پسې بریاوو د کرېکټ نړۍ افسانوي ستوري، تبصره کوونکي او مینه‌وال حیران کړي دي.
د کرېکټ پخواني نامتو لوبغاړي د افغان لوبډلې مهارتونه او کلک هوډ نیمه پایلوبې ته د رسېدو لامل بولي.
د هند د کرېکت لوبډلې پخوانی لوبغاړی او افسانوي کرېکټر سچن ټنډولکر نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې له ورتګ وروسته پر خپل اېکس پانې ولیکل:« افغانستان د نیوزیلنډ او اسټرالیا په څېر لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته په وتلو سره د حیرانتیا وړ خبره وه، د نن ورځې بریا ستاسو د زیار او کلک هوډ ثبوت دی؛ نو زه ستاسو په دې پرمختګ ویاړم.»
همدارنګه د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکي عمر ګل هم نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې تګ په پار مبارکي ورکړې ده.
نوموړي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي:« ستاسو سخت کار، وړتیا او د حساب وړ لوبې کولو په ټوله نړۍ کې مینه‌وال هڅولي دي، تاسو وښودله چې په لېوالتیا او استقامت سره هرڅه ممګن دي، په نیمه پایلوبه کې ستاسو د بریا په هیله ورشئ تاریخ جوړ کړئ.»
د نړۍوال جام له پیل وړاندې د وېسټ اېنډیز پخواني لوبغاړي او افسانوي کرېکټر براین لارا وړاندوېنه کړي وه، چې د افغانستان ملي لوبدله به نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کوي.
نن تر لوبې ګټلو وروسته راشد خان د ښاغلي لارا د وړاندویني په اړه وویل:« دا بیخې د باور وړ نه ده، یوازینی کس چې نیمه پایلوبې ته یې زموږ د تګ وړاندوېنه کړې وه هغه براین لارا و او موږ د هغه وړاندوېنه په حقیقت بدله کړه.»
د دې تاریخي بریا په اړه د هند د کرېکټ پخواني لوبغاړي او توپ وهونکي سورېش راینا لیکلي دي:« دا بیخي د نه منلو وړ مهارتونه او کلک هوډ دی، چې په دې ټورنمنټ کې افغان لوبډله داسې ځلېږي. تاسو ښه سفر کړی دی هلکانو نور هم مخته ولاړ شئ.»
د افغانستان د کرېکټ دغه بریا دومره خوږه وه، چې د بالیوډ ستورو هم د افغان لوبغاړو د ځلېدو او پرمختګ صفتونه کړي دي.
فلمي اداکار سونیل شېټي پر خپل اېکس پانه د افغانستان د بریا ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي:« څه یوه ښکلې بریا ده، یوه تکړه لوبډله او ښکلی هېواد د نورو بریاوو محستق هم دی. نن دغه خوښي کابل او نړۍ لمانځي.»
د افغانستان د کرېکټ لوبډله په خپل تاریخ کې دا لومړی ځل د،ی چې په نړۍوال جام کې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کوي.
افغانستان تر دې مهاله اوه لوبې تر سره کړې دي، چې پنځه یې ګټلې او دوه بې بایللې دي.
افغانستان د نړۍوال جام نیمه پایلوبې لوبه د پنجشنبې په ورځ د سوېلي افریقا له لوبډلې سره کوي.

نور خبرونه

رادیو