راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د ۱۵۰ چټکو وېکټو اخیستونکی لوبغاړی شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او سوکه توپ اچوونکی راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د ۱۵۰ چټکو وېکټو په اخیستو سره د غوره توپ اچوونکي په توګه وپېژندل شو.
راشدخان په ۹۲ شل اوریزولوبو کې توانېدلی، چې د نړۍوالو ملي لوبډلو ۱۵۰ لوبغاړي وسوځي.

د راشدخان څخه وروسته د نیوزیلنډ لوبغاړی ساوتي هم په ۱۱۸ لوبو کې ۱۵۰ وېکټې اخیستې وې.
شکیب الحسن بیا ۱۲۹ لوبې ترسره کړې دي او یوازې یوه وېکټه له دغه نوملړه لرې پاتې شوی دی.
له بل پلوه په نړۍوال جام سیالیو کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په اوږد پارټنرشېپ کې د رضوان او بابراعظم ریکارډ مات کړ.

ورته مهال په نړۍوال جام کې فضل الحق فاروقي لاهم د دغو سیالیو زیات وېکټ اخیستونکی لوبغاړی دی او د ۱۶ لوبغاړو په سوځولو سره د نوملړ په سر کې دی، چې دویم د هند هرش دېپ او درېیم بیا راشدخان دی.

په نړۍوال جام کې رحمان الله ګربز بیا ۲۸۱ تر ټولو ډېرې منډې کړې او د غوره توپ وهونکو نوملړ کې یې لومړی مقام خپل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو