د کرېکټ نړېوال شل اوریز جام؛ انګلېنډ امریکا ته د لسو ویکېټو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام د غوره اته پړاو لوبډلو په سیالیو کې انګلېنډ د امریکا لوبډلې ته د لسو ویکېټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

بلخوا د ویسټ اینډیز او سوېلي افریقا تر منځ لوبه د باران له امله درول شوې.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړېوال جام کې ۴۹مه لوبه د امریکا او انګلېنډ لوبډلو تر منځ ترسره شوه.

د لوبې پچه انګلېنډ وګټله او د امریکا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د امریکا لوبډلې ونشوی کولی چې په بشپړ ډول ۲۰ اورونه ولوبوي، او ټوله لوبډله یې ۱۸،۵م اور کې وسوځېدله.

د امریکا لوبډلې د نیتیش کمار ۳۰، کوري انډرسن ۲۹ او هارمیت سینګ ۲۱ منډو په مټ ۱۱۵ منډې جوړې او انګلېنډ لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ.

په دغه لوبه کې د امریکا له لوري کریس جورډن ۴ ، عادل رشید او سام کرن دوه دوه ویکېټې تر لاسه کړې.

د امریکا له لوري ورکړل شوی هدف د انګلېنډ لوبډلې پیلزو لوبغاړو د لوبې په ۹،۴ اور کې پوره کړ او امریکا ته یې د لسو ویکېټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې بټلر ۸۳ او فیل سالټ ۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د انګلېنډ لوبډلې توپ اچونکي عادل رشید ته ورکړل شوه.

بل خوا د ویسټ اینډیز او سویلي افریقا تر منځ روانه سیالۍ د باران د ورښت له امله د اوس لپاره ځنډول شوې.

د دغې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او ویسټ اینډیز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د ویسټ اینډیز لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره د اتو ویکېټو په زیان ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د سوېلي افریقا لوبډله د هدف پوره کېدو په موخه د سیالۍ ډګر ښکته شوه.

سویلي افریقا د دوو اورونو په لوبولو سره ۱۵ منډې جوړې کړې او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د اوس لپاره دغه سیالۍ د باران د ورښت له امله درول شوې ده.

نور خبرونه

رادیو