حقپرست تېره شپه د «يو ایف سي» سازمان په سیالیو کې چې سعودي عربستان کې پیل شوې وې امريکايي جیرډ ګارډن ته کلکه ماتې ورکړه او د یادي سیالۍ ګټوونکی شو.
د دې بري په ګټلو سره حقپرست د ازادو سیالیو په لړ کې خپل ۱۷م بری ترلاسه کړ.
یادو لوبغاړو په دریو پړاونو کې له یو بل سره کلکه مبارزه وکړه خو په پای کې نصرت حقپرست د څارونکو له لوري په لوړ امتیاز (نمرو) ترلاسه کولو سره د دغې سیالي ګټونکی وپېژندل شو.
ها خوا جیرډ ګارډن په یاده ماتې سره په خپل لوبیز کریر کې اوومه ماتې ثبت کړه.