کرېکټ شل اوریز نړېوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳

افغانستان د نړېوال جام د غوره اته لوبډلو په پړاو کې خپله دویمه لوبه د اسټرالیا په وړاندې ترسره کوي.

په دغه پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې ورځې وړاند هند ته وبایلله.

د شل اوریز کرېکټ نړېوال جام د دویم پړاو سیالیو په دوام نن یکشنبه افغانستان د اسټرالیا په وړاندې لوبیږي.

د لوبه پچه اسټرالیا لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډله نن د دوه بدلونونو سره د سیالۍ ډګر ښکته شوه.

په افغان لوبډله کې نن د حضرت الله ځاځي او نجیب ځدراڼ پر ځای کریم جنت او ننګیال خروټی لوبیږي.

د افغانستان لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو د اسټرالیا لوبډلې ته ۱۴۹ منډې هدف ورکړ.

د افغان کرېکټ لوبډلې په ګټه رحمان الله ګربز ۶۰ ابراهیم ځدران ۵۱ او کریم جنت ۱۳ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا په وړاندې د ۶۱ منډو په جوړیدو سره رحمان الله ګربز په روان نړېوال جام کې درېیمه او ابراهیم ځدران دویمه نیمه سلیزه بشپړه کړه.

له لنډې دمې وروسته افغان لوبډله د اسټرالیا په وړاندې توپ اچونه پیلوي.

د شل اوریز نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې ورځې وړاندې هند ته وبایلله.

نور خبرونه

رادیو