د کرېکټ نړۍوالې شورا رسمي فیسبوک پاڼې خپل د سر عکس د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سترې بریا او خوښۍ ته ځانګړی کړی دی.
د ای سي سي فیسبوک ۶۷ میلیونه تعقيبونکي لري او اوس په دې پاڼه کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب د خوشحالۍ د نمانځلو انځور دی.
د کرېکټ د شل اوره نړۍوال جام د دویم پړاو د اتو غوره لوبډلو د سياليو پر مهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دغه بریا د افغانستان د ورزش د مينه والو ترڅنګ په ټوله نړۍ کې د تود هرکلي او خوښيو سره مخ شوې ده.
د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته تګ اسانه کړ؛ خو څلورو لوبو ته د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې تګ يې سخت کړ.
د کرېکټ افغان اتلان اوس ښه چانس لري، چې په خپله وياړلې بريا او تاریخ سره د نړۍوال جام وروستيو څلورو لوبډلو ته لاره پيدا کړي.
که هند لوبډله اسټرليا او افغانستان بنګلدېش ته ماته ورکړي؛ نو افغان لوبډله به د سيالیو نيمه پايلوبې ته ورسیږي او د جام ګټلو لپاره به خپلې هڅې جارې وساتي.