‏د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا د اسټرالیا پر وړاندې لوبېږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو پر دوام؛ د دغه سیالیو په دویم پړاو کې سبا افغانستان او اسټرالیا په خپلو دویمو لوبو کې د یو بل پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه سبا (د چنګاښ په ۳مه نېټه) د افغانستان په وخت د سهار په پنځو بجو په ارنوس والي لوبغالي کې ترسره کېږي.
اسټرالیا لوبډلې تېره ورځ د دغه پړاو په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
هند هم افغان لوبډلې ته د دغه پړاو په دویمه لوبه کې د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او انګلنډ بیا په اتو وېکټو وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه.
د دغه جام دویم پړاو سیالۍ د امریکا او سوېلي افرېقا په لوبې پیل شو، چې سوېلي افریقا دغه لوبه د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.
په دغه پړاو کې د افغانستان، وېسټ انډیز، هندوستان، امریکا، بنګله دېش، اسټرالیا، انګلند او د سوېلي افریقا لوبډلې شاملې دي.
د افغانستان په ګروپ کې تر دې مهاله اسټرالیا لومړی، هند دویم، افغانستان درېیم او بنګله دېش په څلورم ځای کې دی.

له دغه پړاوه یوازې څلور لوبډلې به نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

نور خبرونه

رادیو