پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو د کاناډا په ګلوبل ۲۰ اوره سياليو کې د ګډون لپاره د بېلابېلو لوبډلو سره تړونونه لاسلیک کړه.
پاکستاني رسنۍ وایي، چې د ملي لوبډلې تېز توپ اچونکی شاهين اپريدی به د کاناډا ټورنټو لوبډلي سره لوبيږي.
ال روانډر افتخار احمد، د مسیسا بنګال ټايګز لوبډلې اخيستی او تېز توپ اچونکی محمد عامر، ويکټ ساتونکی او پوتوپوهنکی محمد رضوان او کپتان بابراعظم به د وينګورنايټز لوبډلې سره تړونونه کړي دي.
د کاناډا ګلوبل شل اوره سيالۍ په ۲۰۱۸ کال د کرېکټ د نړيوالۍ شورا تر تصويب وروسته د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
له هغه راهیسې دا لوبې هر کال په جون او جولای کې کېږي.
د دې سيالیو په هره لوبډله کې ۴ بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.