د چمن پرلت‌وال: د پرلت د مرکزي کمیټې اووه مهم غړي د تېرو دوو اونیو راهیسې بندیان دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

پاکستاني پولیسو له هغه وروسته د چمن پرلت د ویاند او مرکزي کمیټې د غړو په ګډون لسګونه کسان هغه مهال بندیان کړل، چې په کوږک غره سیمه کې یې پر پرلت برید وکړ.
دا د چمن پر پرلت‌والو د پاکستاني پولیسو درېیم برید و.

له چمن څخه ځايي خبریال احمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له اختر څخه مخکې شاوخوا ۴۵ هغه لاریون کوونکي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د کوږک په غره او چمن ښار کې د اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو، له اختر څخه مخکې راخوشې شوي دي.
خو د چمن د پرلت د ویاند او د مرکزي کمیټې غړي او مشران لا هم بندیان دي.
د چمن د پرلت‌والو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د روانې جون میاشتې په پنځمه نېټه اخ و ډب پېښ شو.
د چمن پر پرلت‌والو له هغه وروسته پاکستاني ځواکونو برید وکړ، چې د یادو پرلت‌والو د سپين بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون په چمن ښار کې د پاسپورټ اداره، دولتي بانک، د ګوزڼ ضد واکسین دفترونه وتړل او د چمن-کوټې تر منځ عمومي لاره یې بنده کړه.
د حمد الله په نوم د چمن د پرلت یو غړی وايي، دمګړۍ په چمن ښار کې وضعیت عادي دی؛ خو دوی د خپلو مشرانو د راخوشې کېدو په تمه دي.
نوموړی وايي، که د پاکستان د حکومت له لوري د چمن د پرلت مسوولین له بنده راخوشې نه شي یوځل بیا به په چمن ښار کې لاریونونه پیل کړي.
د چمن پرلت کابو نهه میاشتې له هغه وروسته پیل شو، چې د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک - چمن پر دروازه تګ راتګ د پاسپورټ په وسیله جبري شو.
پرلت‌وال وايي، پر دغه دروازه پاسپورټ ورته د منلو نه دی او تر هغو به خپل اعتراضونو ته دوام ورکوي چې پاکستان خپله دغه پرېکړه بدله کړې نه وي.

نور خبرونه

رادیو