په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې نن سهار د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ویسټ انډیز د پنځو وېکټو په زیان سره وتوانېد، چې افغان لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف ورکړي.
په ویسټ انډیز لوبډله کې پورن تر ټولو ډېرې ۹۸ منډې وکړې، چې د عظمت الله عمرزي لهخوا بیا رن اوټ شو.
په دغه لوبه کې یوه وېکټه عظمت الله عمرزي، یوه نوین الحق او دوه وېکټې ګلبدین نایب اخیستې دي.
د لوبې دویمه پاڼۍ هم پیل شوې او افغان لوبډله د توپوهنې په حال کې ده.
دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په پنځو بجو د ویسټ انډیز په کوربهتوب پیل شوه.
تر دې وړاندې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر ګټلې وه.
افغانستان په دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته تاریخي ماتې ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېد، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
افغانستان خپله درېیمه لوبه له پي اېن جي لوبډلې وګټله.
تر دې مهاله افغانستان په خپل ګروپ کې د شپږو امتیازونو په ګټلو سره په نوملړ کې لومړی ځای لري.
د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو کې تر دې دمه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز مخکښ توپ وهونکی او فضل الحق فاروقي مخکښ توپ اچوونکی دی.
تازه د کرېکټ نړۍوالې شورا په ډلبندۍ کې محمدنبي لومړی الراونډر شو.
افغانستان لا له وړاندې د غوره اتو لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده.