افغان لوبډله د نړۍوال جام د غوره اتو لوبډلو په لومړي ګروپ کې راغلې او په دې پړاو کې درې لوبې تر سره کوي.
افغانستان د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام کې له شلو لوبډلو څخه د غوره اتو لوبډلو (د نړۍوال جام لوبو دویم پړاو) ته لاره پیدا کړه.
افغان ملي لوبډلې سږنی نړۍوال جام په خورا بریالیتوب سره پیل کړ او په خپل ګروپ کې یې له څلورو سیالیو درې یې په پرله پسې ډول وګټلې او د غوره اتو لوبډلو پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
د نړۍوال جام غوره اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي او دغه اته لوبډلې به د نړۍوال جام د نیمه پایلوبې لپاره د یوبل پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.
د نړۍوال جام د لوبو د مهال وېش له مخې، افغانستان په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه دوه ورځې وروسته د جون میاشتې په ۲۰مه نېټه د هند په وړاندې په بارباډس جزیره کې ترسره کړي.
همدارنګه دویمه سیالي یې د جون په ۲۳مه له اسټرالیا او درېیمه لوبه یې د جون په ۲۵مه له بنګله دېش سره ده.
د افغان ملي لوبډلې روزونکی جانټن ټراټ په ګروپي لوبه کې ویسټ اینډیز ته تر ماتې خوړلو وروسته رسنیو ته وویل، چې نن ماتې به پر افغان لوبډلې منفي اغېز و نه لري او هغه هدف چې موږ یې په لټه کې یو د ترلاسه کولو لپاره به یې هڅه کوو.
د یادولو وړ ده هغه لوبډلې، چې په سږني نړۍوال جام کې یې د غوره اتو لوبډلو پړاو ته لار موندلې، په مستقیم ډول به په ۲۰۲۶ نړۍوال جام کې ولوبېږي؛ خو د پاکستان په ګډون به نورې لوبډلې به نړۍوال جام ته د لار موندلو لپاره د نورو لوبډلو سره د کوالیفای راونډ سیالۍ تر سره کوي.