د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) په افغانستان کې د اقلیمي بحران د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دغه سازمان وايي؛ په افغانستان کې د اقلیم د خرابوالي له امله مېندې او پلرونه دې ته اړ کیږي، چې خپلې لوڼې په کم عمر واده کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره د علاءالدین کیسه بیان کړې؛ هغه سړي چې د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ برابرولو لپاره خپله پنځه کلن لور واده کړه.
په ملګرو ملتونو پورې تړلی دغه سازمان لیکلي: «په افغانستان کې د اقليمي بحران خرابېدل کله ناکله والدینو ته د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره بله لاره نه پرېږدي، پرته له دې چې خپلې کم عمره لوڼې واده کړي.»
نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو ودونه معمول دي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ او د اقتصاد او بانکي سیستم له سقوط سره په افغانو کورنیو کې د کم عمره ماشومانو د واده کولو ستونزه ډېره شوې ده.
تر دې وړاندې هم شنونکو په افغانستان کې د اقتصادي رکود له امله د کم عمره ماشومانو د ودونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
واشنګټن پوسټ د روان کال په جنورۍ میاشت کې راپور ورکړ، چې په افغانستان کې بې وزله کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ښځینه ماشومانو پلورلو ته اړې دي.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بې وزلۍ له امله ۱۱۸ ماشومان د ۸ او ۱۰ کلونو ترمنځ د ناوې په توګه پلورل شوي او ۱۱۶ نور ماشومان د پېرودونکو په تمه دي.