کرکټ ۲۰ اوره نړيوال جام: افغان لوبډله د خپل بري د ساتلو لپاره سبا د ګروپ وروستۍ سيالۍ کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۸

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه سبا سې شنبه له ویسټ انډیز سره تره سره کوي.

دغه سيالۍ د افغانستان پر وخت د سهار پر پنځه بجې د ويسټ انډيز په کوربتوب تر سره کيږي.

افغانستان د دریو بریاو او شپږو نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی، غواړي د نړیوال جام په دریم ګروپ کې خپل نه ماتیدونکي ریکارډ وساتي او مخکښ شي.

ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ کې یوه له پیاوړو لوبډلو څخه ده، چې دوه ځله یې د شل اوریزو نړیوال جام اتلولي ګټلې ده. دا لوبډله د میدان او لوبو په ټولو برخو کې پیاوړې ده، چې اوسمهال د شپږ نمرو په لرلو سره د ګروپي جدول دویم ځای لري.

افغانستان او ويسټ انډيز دواړه لوبډلې د سياليو ۸ غوره لوبډلو ته ځان رسولی دی.

په افغان لوبډله کې حضرت الله ځاځی د مجیب الرحمن پر ځای د لوبو اصلي ترکيب ته اضافه شوی.

افغانستان په دې سيالیو کې له تمې خلاف ښې لوبې کړي او د سياليو په لومړي ګروپي پړاو کې يې د راشد خان ارمان په مشرۍ خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړې.

په دې سيالیو کې د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان او نور ملي لوبغاړي ښه لوبېدلي دي.

دغه سيالۍ د راتلونکې پړاو لپاره د دواړو لوبډلو پر برخلیک اغېز نه کوي؛ خو د لوبډلې په لوړ مورال ساتلو کې اغېزمنه بلل کيږي.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ په نړيوال ۲۰ اوره جام سیاليو کې په اته غوره پړاوو کې افغانستان له پياوړو لوبډلو سره مخ دی، چې د هند په څېر له قوي لوبډلو سره به سيالۍ تر سره کوي.

که څه هم د ویسټ انډیز لوبډله پیاوړې ده؛ خو افغان لوبډلې هم پوره چمتووالی ښودلی دی.

محمد نبي د افغانستان په لوبډله کې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو سیالیو یو له غوره الراونډرانو څخه دی.

راشد خان د کرکټ په نړۍ کې یو له نامتو څهرو بلل کیږي.

افغان تېز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي په دولسو ویکټو سره د یاد نړیوال جام د غوره توپ اچوونکو او رحمان الله ګربز هم د نړیوال جام د غوره توپ وهونکو په سر کې ځای لري.

د دغو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان نور ستوري هم د ویسټ انډیز پر وړاندې د ښې لوبې د ترسره کولو لپاره لازمه تجربه لري.

افغان لوبډلمشر راشد خان تر اوسه د ویسټ انډیز پر وړاندې په اتو لوبو کې نهه ویکټې اخیستي دي.

د «ډارين سامي» نړیوال لوبغالی، چې د سبا سيالۍ ځای دی، د نورو لوبغالو په پرتله د توپ اچونې لپاره ډیر مناسب دی.

په دې لوبغالي کې هرې لوبډلې، چې پچه ګټلې هڅه کوي لومړی توپ وهنه وکړي؛ خو مختلفې پایلې یې لرلې.

په دې لوبغالي کې تر دې وړاندې هم هغه لوبډلو چې لومړی یې توپ وهنه کړې شپږ ځلې او هغه لوبډلې چې توپ اچونه یې کړې هم شپږ ځلې بریا خپله کړې ده.

د افغانستان په لوبډله کې تمه کیږي رحمان الله ګربز د نورو لوبغاړو په پرتله، ښه وځليږي.

نور خبرونه

رادیو