شل اوریز نړيوال جام؛ اسټرالیا سکاټلېنډ ته د پنځو ویکېټو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

له یادې لوبې وروسته په بي ګروپ کې اسټرالیا او انګلستان د (اته غوره پړاو) ته لاره وموندله.

تېره ورځ د نړېوال جام‌ په دوام د هند او کاناډا وروستۍ ګروپي لوبه د باران له امله بې پایلي اعلان شوه او انګلستان نمیبیا ته، سویلي افریقا نیپیال او نیوزیلنډ یوګانډا ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ۳۵مه لوبه نن اسټرالیا او سکاټلېنډ لوبډلو تر منځ په یوسیجور لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او سکاټلېنډ لولبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د سکاټلېنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان د برینډون مکالم ۶۰، ریچي برینګتون ۴۲ او جورج مانسي ۳۵ منډو په مټ په شل اورونو کې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا په ګټه بیا مکسویل دوه، اډم زامپا او ناتان الیس یوه یوه ویکېټه واخیسته.

د اسټرالیا لوبډلې د سکاټلېنډ له لوري د ورکړل شوي ۱۸۱ منډو هدف د لوبې په شلم اور کې د ټراویز هډ ۶۸، مارکس سټوینیس ۵۹ او ټیم ډیویډ ۲۴ ناسوځېدلو منډو په مټ پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکیټو په توپیر وګټله.

له بي ګروپ څخه اسټرالیا او انګلېنډ د اته غوره لوبډلو په لیست کې شاملې شوې.

د نن ورځې په وروستیو کې دویمه لوبه د پاکستان او ایرلېنډ تر منځ ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو