یو شمېر افغانو مېرمنو چې د جمهوریت پر مهال یې دندې درلودې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو تر لاس لاندې له کار کولو ورته بې روزګاري او ناسم اقتصادي شرایط غوره دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پخوانۍ کارکوونکې میهن مرام وایي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې خپلې دندې ته دوام ورکړ؛ خو بالاخره د دندې پرېښودو ته مجبوره شوه.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، تر هغه وروسته یې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه، چې د طالبانو بندیزونه او سخت دریځی چلند د دوی پر وړاندې زیات شوی و.
میهن مرام زیاتوي: "ښځینه کارکوونکو د ماسک د کارولو او بشپړ طالبي حجاب ترڅنګ ان له خپلو نارینه همکارانو سره د خبرو اجازه هم نه درلوده."
نوموړې وایي: "زه ټیم لیډره وم او مجبوره وم چې د دندې له مخې په هر یوه ساعت کې مې د کارونو په اړه راپور ترلاسه کړی وی؛ خو طالبان په دې خبرو نه پوهېدل او مونږ یې په کار کولو سخت ستړي کړي و."
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په یو شمېر ادارو کې د ښځو کار کول منع شوی نه وو؛ خو د طالبانو د سخت چلند او بندیزونو له امله ډېر شمېر مېرمنې د خپلو دندو پرېښودو ته مجبوره شوې.
په پاکستان کې مېشته افغانه کډواله ثریا سلیمي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د جمهوریت پر وخت یې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یوې لیرې پرتې سیمه کې له یوه شخصي کلینیک سره د قابلې په توګه دنده ترسره کوله.
د نوموړې په خبره؛ په یاده ولسوالۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي، جبري او کم عمره ودونو او د مېندوارۍ پر مهال د کورنۍ ناسم چلند ستونزې موجودې وې.
مېرمن سلیمي وايي، چې د ښځو پر وړاندې ناسم وضعیت مجبوره کړه، چې د روغتيايي مرکز له مسوولينو سره په مشوره د غزني ولایت په مرکز کې د مېرمنو لپاره میاشتني روزنيز کورسونه جوړ کړي.
د هغې په خبره، تر هغه وروسته یې د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه، چې د دوی روزنیز پروګرامونه د سیمې د یو شمېر خلکو او د وسله والو طالبانو له مخالفت سره مخ شو.
مېرمن سلیمي وایي: "طالبانو زمونږ په روغتیایي مرکز برید وکړ او زموږ ټول تجهیزات یې ویجاړ کړل او د زیاتو ستونزو له امله موږ اړ شو چې له سیمې وتښتو."
نوموړې وایي، چې ستونزې یې پر همدې ځای ختمې نه شوې او ګواښونه د دوی پر وړاندې تر دې هم زیات شول.
ثریا سلیمي وایي: "د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۲۳ مه شاوخوا لس تنه وسله وال په زوره زموږ کور ته ننوتل، بده لا دا چې، هغه ورځ زه په کور کې له ماشومانو سره یوازې وم او خاوند مې دندې ته تللی وو، طالبانو راته وویل، چې دوی ته داسې شکایتونه رسېدلي چې ما ځیني ټولنیز او مذهبي نورمونه تر پښو لاندې کړي دي او په پایله کې دوی ټینګار وکړ چې زه باید د امنیتي ادارو له مخکینۍ اجازې پرته چیرته لاړه نه شم."
یاده مېرمن زیاتوي، چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۳مه له خپلې کورنۍ سره د هېواد پرېښودو ته اړ شوه او پاکستان ته وتښتېدل.
له دې سره، په تېر حکومت کې د ادارې امور د نظارت او ارزیابۍ برخې کارکوونکې مریم وایي، چې خپلو لوړو اهدافو او برنامو ته د رسېدو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې.
نوموړې وایي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د دندې د ترسره کولو ترڅنګ د ماسټرۍ زده کړیاله هم وه، چې جمهوریت سقوط وکړ او د نوموړې ټولې هېلې نیمګړې پاتې شوې.
مېرمن مریم زیاتوي، چې د تېر حکومت پرمهال ډېر شمېر ښځو مالي استقلالیت درلود او ددغه استقلالیت له لاسه ورکولو سره مېرمنې له سخت روحي او رواني وضعیت سره مخامخ شوې.
هغه وایي: "د افغانستان له سقوط وروسته مې ټولې هیلې له منځه ولاړې او له سخت روحي او رواني وضعیت سره مخامخ شوم چې ان مجبوره شوم ډاکټر ته لاړه شم."
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګول شو او د نجونو پروړاندې د ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې هم بندې شوې.
د جمهوریت پرمهال د (جي، ای، زیډ) بهرنۍ ادارې مخکینۍ کارکوونکې مریم الکوزۍ هم له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې له اوسنۍ وزګارتیا سرټکوي.
نوموړې چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري وایي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او ژوند یې له سخت کړاوونو سره مخ شو.
مېرمن الکوزی وایي: "زما پر مالي ملاتړ دوه زامن مې په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت و او نور ماشومان مې په ښوونځي کې ول، خو د دندې له لاسه ورکولو سره مې نور د خپلو زامنو ملاتړ ونشو کړای او هغوی ته هم دنده پیدا نه شوه چې بالاخره د زده کړو پرېښودو ته مجبوره شول."
مریم الکوزی دغه راز زیاتوي: "زما یوه لور چې د اتم ټولګي زده کوونکې وه، د ښوونځيو له بندېدو وروسته له سخت روحي وضعیت سره مخامخ شوه، بالاخره مجبوره شوم د خیاطۍ کورس کې یې شامله کړم."
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او پوهنتونونو ته یې هم د نجونو د تګ مخه ونیوله.
ددې ترڅنګ دغې ډلې په دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو هم منع کړې دي او د څه باندې پنځوسو فرمانونو په صادرولو سره یې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.
په تېرو نږدې درېیو کلونو کې نړیوالې ټولنې په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او پر ښځو لګیدلي بندیزونه لرې کړي، خو دغه ډله وایي چې دا د دوی کورنۍ مسله ده او هیچا ته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې دغې ډلې جنسیتي توپیر رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې ګوښه کړي دي.