د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یو ځل بیا د دې ډلې سترې محکمې دا اعلان تکرار کړ، چې راتلونکې دوشنبه د غبرګولی ۲۸مه د اختر لومړی ورځ ده.
تر دې مخکې تمه کېده چې ممکن طالبان د تېرې روژې په څېر له خپلې پرېکړې واوړي او اختر له سعودي سره یو ځای او د یکشنبې په ورځ وکړي.
خو د لوي اختر په اړه د طالبانو دغه رسمي او دوه ځلي اعلان ډیری افغانانو او د دې ډلې پلویانو ته پوښتنې پیدا کړې دي.
د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې طالبان د سعودي عربستان پر ځای یوه ورځ وروسته اختر لمانځي.
د طالبانو د دې پرېکړې په اړه نه یوازې د دیني عالمانو او عامو افغانانو غبرګونونونه راپارولي بلکې دا ناراضیتي د دې ډلې تر غړو هم رسېدلې ده.
د دوی لپاره تر ټولو لویه پوښتنه د عرفې د روژې په هکله ده چې هر کال یې افغانان عرفات د حجایانو د تللو په ورځ نیسي.
د طالبانو د بیا ځلي واک ته راسېدو سره په لومړیو وختونو کې د المپیک ادارې مشر نظر محمد مطمین په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې « ډیر بحث به نه کوو، پرته له جید علماوو او سترې محکمې؛ دا نورو ته چا ویلي چې د عرفې ورځې د تاخبر اړوند دلایل وایې او خپروي یې، دوی تیر کلونه عرفات روژه کومه ورځ نیوله،؟ بل داچې د افغانستان له جوړښت تر تیر کال خلکو عرفات روژه د حاجیانو د عرفات په ورځ نیوله هغه به یې راګرځوي که څنګه؟»
ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي ګوند پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د سعودي خلاف یې د دوشنبې ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده او خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.
افغانستان تقریبا په تاریخ کې همېش له سعودي سره په ګډه لوی او کوچنی اختر کړی دی او د طالبانو اوسنۍ پرېکړه ورته په اسلامي امت کې د نفاق نښه ښکاري.
د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي د طالبانو ددې پرېکړې په غبرګون کې په خپل اېکس پاڼې په یادښت کې لیکلي، «کله به چې پنجاب یوه ورځ وروسته د سعودي عربستان اختر کاوه موږ افغان ولس به ویل چې تاسو دا تور لنګي ګورئ چې په اسلامي مقدساتو کې هم اختلافات زیږوي.»
په همدې حال کې ټولنیز فعال حمد الله همدرد په خپل فیسبوک کې لیکلي، « د سیاسي پرېکړو لپاره دین نشو بدلولی او سبا (یکشنبه)د لوي اختر لومړی ورځ ده.»
ځینې افغانانو دا پوښتنه مطرح کړې ده، چې په تېر کوچني اختر کې په افغانستان او سعودي کی مياشت په يوه شپه ولیدل شوه او بيا په لوی اختر کې دا شپه ولې توپیر لري؟
له دې سره ځینې روڼ اندي په دې باور دي چې طالبانو یوازې د خپل حاکمیت د منلو لپاره له ورته لارو څخه استفاده کوي ترڅو پر ولس خپل فشار زیات کړي.
خو د طالبانو له پرېکړې سره بیا هم له افغانستان تللی حاجیان نن د عرفات غونډۍ ته ختلي او ډېرو افغانانو د دوی په حاکمیت کې نن بیا هم د عرفې روژه نیولې ده.