په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې پاپنیوګیني نن افغانستان ته د ۹۶ منډو هدف وټاکه.
دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په پنځو بجو د وېسټ انډیز په کوربهتوب پیل شوه.
افغانستان په ننۍ لوبه کې پچه وګټله او پاپنیوګیني لوبډلۍ ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډله وتوانېده، چې د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۹۵ منډو وسوځوي.
په ننۍ لوبه کې فضل الحق فاروقي یو ځلې بیا درې وېکټې ترلاسه کړې.
اوسمهال افغان لوبډله د توپ وهنې په حال کې ده.
تر دې وړاندې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.
افغانستان تېره اونۍ د نړۍوال جام په دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته تاریخي ماتې ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
تر دې مهاله افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو امتیازونو په ګټلو سره له وېسټ انډېز وروسته په نوملړ کې دویم ځای لري.
د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالسو کې تر دې دمه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز مخکښ توپ وهونکی او فضل الحق فاروقي مخکښ توپ اچوونکی دی.
د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه ډلبندۍ کې محمدنبي لومړی الراونډر شو.
که افغانستان ننۍ لوبه وګټي؛ نو اتو غوره لوبډلو سره به د بل پړاو سیالیو کې ولوبېږي.