د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، یوه بله وسلواله ډله ور سره یو ځای شوه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې یوه وسلواله ډله د پاکستان د حکومت پرضد له دوی سره یو ځای شوه.

دا غورځنګ نن په یوه اعلامیه کې له نورو وسلوالو ډلو هم غواړي چې په پاکستان کې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له دوی سره یو ځای شي.

په دېره اسماعیل خان کې له ټي ټي پي سره د دې ډلې یوځایېدل پاکستاني ځواکونو ته لا ستونزې ډېرولی شي چې لا د مخه پرې پرلپسې بریدونه کېږي.

تېرو دوو کلونو کې پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره دېره اسماعیل خان یوه داسې سیمه بلل کېږي چې پر پاکستاني ځواکونو ډېر بریدونه پکې کېږي.

د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د امریکا په برید کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدو وروسته د دې غورځنګ قومندانان په مختلفو دلو ووېشل شول.

خو د نور ولي مسید په مشرۍ بیا ځینې ور سره یو ځای شول او په پاکستان کې د دوی د بریدونو په ډېرېدو سره د دې ډلو یوځایېدل لا هم زیاتېږي.

د ځینې شمېرو له مخې په تېرو دریو کلونو کې له ټي ټي پي سره تر پنځوسو ډلې یو ځای شوې دي.

نور خبرونه

رادیو