د کرېکټ نړۍوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د غوره الراونډرانو لېست خپور کړی او افغان لوبغاړي محمد نبي په کې لومړی مقام خپل کړی.
محمد نبي تر دې وړاندې په درېیم مقام کې ځای درلود.
کرېکټ د نړۍوالې شورا له لوري د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۳مه) د شل اوریزو سیالیو د غوره الراونډرانو لېست خپور کړ.
د کرېکټ نړۍواله شورا وايي، د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام کې د افغانستان ښه لوبېدل د دې لامل شو چې افغان لوبغاړي د دغې شورا په درجه بندۍ کې ښه مقامونه خپل کړي.
همدارنګه د کرېکټ نړۍواله شورا وايي، په وېسټ اېنډیز او امریکا کې د نړۍوال جام د لوبو پر مهال اسیاسي لوبډلې هم د توپ اچونې او هم توپ وهنې په برخه کې خپله برلاسي وښوده.
یاده شورا وايي، ۳۹ کلن محمد نبي په تازه درجه بندۍ کې ستر ګټونکی دی، دغه مقام یې له هغه وروسته خپل کړ چې په ګیانا کې یې د نیوزیلنډ په وړاندې وروستۍ سیالۍ کې یې دوه وېکټې واخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام کې افغان لوبډله د رینکینګ له پلوه په ټولو شلو لوبډلو کې په لومړي مقام کې ځای لري.
د نړۍوال جام په دغه سیالیو کې فضل الحق فاروقي د ډېرو وېکټو تر لاسه کولو او رحمن الله ګربز د ډېرو منډو د جوړولو له امله په لومړي مقام کې ځای لري.