د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، څو دغه هېواد خپلو هغو وګړو ته پاسپورټ ورنه کړي، چې په نورو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې دا پرېکړه د ملي امنیت او خوندیتوب په برخه کې د ملي ګټو لپاره شوې ده.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه پاکستانيان به په هيڅ صورت پاسپورټ ترلاسه نه کړي، چې په نورو هېوادونو کې پناه اخلي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د دغو پاکستاني وګړو پاسپورټونه به تمدید هم نه شي.
له پاکستانه د دې هېواد د وګړو وتل تر هغه وروسته زیات شوی، چې په وروستیو کلونو کې دغه هېواد له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.
پاکستان له اقتصادي ستونزو سره - سره له امنیتي اندېښنو سره هم مل دی.
پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
خو طالبان بیا وایي، چې د پاکستان امنیتي ستونزې په افغانستان پورې اړه نه لري.