د شل اوریز نړېوال جام په دوام تېره ورځ ویسټ اینډیز د ۱۳۴ منډو په توپير له یوګنډا او سکاټلنډ د اوو ویکېټو په توپير له عمان څخه لوبه وګټله.
نن دوشنبه په نړېوال جام کې یوازې یوه لوبه د سوېلي افریقا او بنګله دیش هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي.
د ۲۰۲۴ کرېکټ د نارینهو شل اوریز نړېوال جام کې تېره ورځ په پرویدنس لوبغالي کې د کوربه ویسټ اینډیز او یوګنډا هېوادونو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
د لوبې پچه ویسټ اینډیز لوبډلې وګټله او د یوګنډا په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د ویسټ اینډیز لوبډلې په شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې.
د ویسټ اینډیز لوبډلې په توپ وهنه کې جانسون چارلز ۴۴، انډري راسل ۳۰ ناسوځیدلې او رومن پاول ۲۳ تر منډې جوړې کړې.
په دغې سیالۍ کې د یوګنډا لوبډلې برایان ماسابا دوه، الپش رامنجاني او دینیش ناکراني د ویسټ اینډیز یو یو لوبغاړی وسوځول.
خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ویسټ اینډیز لوبډلې د غوره توپ اچونې په پایله کې د یوګنډا ټوله لوبډله د لوبې په دولسم اور کې د ۳۹ منډو په جوړېدو سره وسوځېدله.
او یاده سیالۍ یې ۱۳۴ منډو په توپير له یوګنډا څخه وګټله.
په دغه سیالۍ کې د ویسټ اینډیز توپ اچونکي اکلیل حسین پنځه، الزاری جوزف ۲ او انډري راسل د یوګنډا لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ویسټ اینډیز او یوګنډا لوبډلو ترمنځ سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه اکلیل حسین ته ورکړل شوه.
همدارنګه د تېرې شپې دویمه لوبه سکاټلنډ د اوو ویکیټو په توپیر له عمان څخه وګټله.
د دغې لوبې پچه عمان لوبډلې وګټله او د سکاټلنډ په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
عمان په شل اورونو کې د اوو ویکیټو په زیان سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.
خو سکاټلنډ لوبډلې د عمان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۴ اور کې د درېیو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د اوو ویکېټو په توپير له عمان لوبډلې څخه وګټله.
د یادې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د سکاټلنډ لوبډلې توپ وهونکي برانډون مک مالن ته ورکول شوه، نوموړي په ۳۱ توپونو ۶۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
نن په نړېوال جام کې یوازې یوه لوبه د سوېلي افریقا او بنګله دیش هېوادونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.