د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې پخواني غړي اصف اخلاقي د سوېس د تکواندو اتلولي وګټله.
اخلاقي وتوانېد، چې د لویانو په کټګورۍ کې د ۶۸ کيلو ګرامه وزن کې خپلو ټولو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام وګتي.
اصف اخلاقي تېرکال هم د ۶۳ کيلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د سوېس د ځوانانو اتل شوی و.
ډېری افغان لوبغاړي د ورزش په بېلابيلو برخو کې مخکښ ثابت شوي او د وطن په وياړ يې اتلولۍ له ځانونو سره ساتلي دي.