د پاکستان کرېکټ بورډ مشر ویلي، چې په لوبډله کې یې ستر بدلون ته اړتیا ده او په خبره یې چې په لوبډله کې به نویو استعدادونو ته د لوبېدلو موکه ورکړي.
محسن نقوي د کرېکټ په لوبډله کې دغه بدلون ته د جراحۍ عملیاتو نوم ورکړی.
محسن نقوي د هند په وړاندې په ستره لوبه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې پر ماتې د خواشینۍ په څرګندولو سره له لوبې وروسته خبریالانو ته وویل، چې دغه ماتې په هر لحاظ مایوسه کوونکې وه، او د پاکستان کرېکټ دا مهال تر ټولو د ټیټې کچې لوبډله څرګنده شوې.
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر له هغه وروسته په خپله ډله نیوکې کړې چې دغې لوبډلې د خپل سیال هیواد هند سره له سختې سیالۍ وروسته لوبه وبایلله.
هغه وویل، داسې ښکاري چې د کرېکټ ملي لوبډله په کوچنۍ جراحۍ نه رغیږي، او په دغه لوبه کې له خورا بدې کارکردګۍ وروسته ډاډه شو چې په لوبډله کې یوې سترې جراحۍ ته اړتیا ده.
محسن نقوي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې ولس به یې په دې برخه کې ډېر ژر يو لوي بدلون وويني.
شنونکي وايي، پاکستاني توپ وهونکي ونه توانېدل چې د هند پر وړاندې د ۱۲۰ منډو هدف پوره کړي. فخر زمان، افتخار احمد، شاداب خان او عماد وسیم هڅه وکړه خو هڅې یې بې ځایه وې او لوبه یې کاواکه کړه.
هند دغه لوبه په شپږو منډو وګټله او د پاکستان لپاره یې سوپر اته ته رسېدل تقریبا ناشوني کړل، که امریکا ایرلنډ ته ماتې ورکړي، د پاکستان لپاره د نړیوال جام سفر پای ته رسولی شي.
محسن نقوي وويل چې د پاكستان كرېكټ لوبډله بهد نړۍ يوه غوره لوبډله كړي، ځکه چې د بایللو ټول لاملونه ورته معلوم دي او تر ټولو اوس ښه ور څرګنده شوه چې په لوبډله کې کوم بدلونونه راولي.