د کرېکټ په شل اوریز نړېوال جام کې په لومړینو دوه لوبو کې اسټرالیا انګستان ته او ویسټ اینډیز یوګنډا ته ماتې ورکړه.
نن د ورځې په ورستیو کې راتلونکې دوو لوبو کې هند د پاکستان او عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.
د ۲۰۲۴ کال د نارینه شل اوریز کرېکټ نړېوال جام کې د یکشنبې د (غبرګولي ۲۰مه) څلور لوبې پلان شوې چې دوه ترسره شوې او دوه نورې د ورځې په اوږدو کې کیږي.
نن یکشنبه د نړېوال جام ۱۷مه لوبه د اسټرالیا او انګلستان د لوبډلو تر منځ د کینسنګټون اوال بارباډوس په لوبغالي کې تر سره شوه.
د یادې لوبې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او د اسټرالیا په وړاندې یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د انګلستان لوبډلې د شل اورونو به لوبولو او شپږ لوبغالو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
یاد هدف د اسټرالیا لوبډلې د لوبې د وروستي اور په وروستي بال په څلوریزې وهلو د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
همدارنګه ۱۸مه لوبه له سي ګروپ څخه د ګوربه ویسټ اینډیز او یوګنډا هېوادونو د لوبډلو تر منځ په پرویدنس لوبغالي کې ترسره شوه.
د یادې لوبې پچه ویسټ اینډيز لوبډلې وګټله او د یوګنډا په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د ویسټ اینډیز لوبډلې په شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ګنډا لوبډلې ته ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.
خو ویسټ اینډیز په ۱۲م اور کې د یوګنډا ټوله لوبډله وسوځوله.
یوګنډا د ویسټ اینډیز په وړاندې د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او یواځې یې ۳۹ منډې جوړې کړې.
د نړېوال جام په دوام نن ورځ ۱۹مه لوبه، هند د پاکستان په وړاندې او ۲۰ لوبه کې عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.