له پولیو ناپاکه هېوادونه؛ په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پنځمه پېښه هم ثبت شوه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰

د اسلام اباد د روغتیا ملي ادارې په کوېټه کې د ګوزڼ ناروغۍ د پنځمې پېښې د ثبت خبر ورکړ.
دغې ادارې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) وویل، چې دا په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو پنځمه پېښه ده، چې ثبت کیږي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د روغتیا ملي ادارې له قوله راپور ورکړی، چې یو دوه کلن ماشوم د کوېټې په کناره ګذر سیمه کې د ګوزڼ په ویروس اخته شوی دی.
د پاکستان د روغتیا ملي اداره وايي، چې په تېرو ۱۷ ورځو کې د پولیو د دوو پېښو ثبتېدل په دغه هېواد کې د پولیو په تشخیص کې پاتې راتلل ښيي، چې پاکستان یې له لویې ننګونې سره مخ کړی دی.
پاکستان تېره اونۍ د سږني کال د واکسین پنځم پړاو تطبیق کړ.
د واکسین په دغه پنځم پړاو کې د بلوچستان، سند، خیبر پښتونخوا او پنجاب په ایالتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۶،۵ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې پولیو پکې تر اوسه هم پاتې ده.
څو ورځې مخکې په افغانستان کې هم د پولیو د کنټرول د برخې چارواکو په دغه هېواد کې د پولیو د څلورمې مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکړ.

نور خبرونه

رادیو