د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو کې تر دې دمه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز مخکښ توپ وهونکی او فضل الحق فاروقي مخکښ توپ اچوونکی دی.
د دغو سیالیو په تازه نوملړونو کې په توپ وهوونکو کې رحمان الله ګربز په دوو لوبو کې تر ټولو ډېرې ۱۵۶ منډې کړې، چې په دغه نوملړ کې تر ټولو مخکښ دی.
په دغه نوملړ کې د امریکا لوبغاړی ارون جونز په ۱۳۰ منډو دویم ځای کې او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بل توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ په ۱۱۴ منډو درېیم ځای ځایګی خپل کړی دی.
ورته مهال د توپ اچوونکو په نوملړ کې فضل الحق فاروقي په دوو لوبو کې د نهو وېکټو په اخیستو تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی، چې له هغه وروسته د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان د شپږو وېکټو په لرلو سره د دغه نوملړ دویم ځای خپل کړی دی.