افغانستان د ۲۰۲۴ کال په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نوي زیلنډ ته کرېکټ لوبډلې ته ماته ور کوي. دا په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا ده.
د لوبې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په څلورو بجو د ویسټ انډیز په پراوېډینس لوبغالي کې پیل شوه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اوور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په افغان لوبډله کې رحمان الله ګوربز ۸۸ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بیا راشد خان او فضل الحق فاروقي څلور څلور وېکټې واخیستې.
د دغې بریا سره افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو امتیازونو په ګټلو سره تر ټولو مخکښ دی.
په دغو سیالیو کې افغانستان څلور ورځې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.
افغانستان به خپله درېیمه لوبه د جون پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پياېنجي سره او څلورمه هغه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.