د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په پښتونخوا کې روانه ناامني د پاکستان او چین له اقتصادي دهلېز سره تړلې بولي او وايي امریکا د دې پلان مخالفه ده.
منظور پښتین وایي «پاکستان د دې پروژې پر سر د یوه وسلوال په وژلو له چین پیسې اخلي او په مقابل کې د دوو نورو د روزلو سره له امریکا پیسې اخلي.»
ښاغلي پښتین پرون دا خبرې په فیسبوک کې ژوندۍ وینا سره وکړې.
هغه د پښتنو روان بد اقتصادي حالت او ناامنۍ په یادولو سره وویل، «پاکستان تل د خپلې ډالري پالیسي له مخې دغه سیمه ناامن ساتلې ده.»
منظور پښتین په خپلو خبرو کې د پاکستان او چین د اقتصادي کورېډور یا سیپېک یادولو سره وویل: «ډالري پالیسي دا ده چې پر دې خاوره روډ جوړېږي چین یې جوړوي، خو د امریکا نه دی خوښ، ځکه وايي که دا روډ جوړ شي، یوه لویه کاروباري منصوبه به د چین اړخ ته لاړه شي چې د امریکا پر اقتصاد اثر غورځوي.»
د نوموړي په خبره، «پاکستان دلته د دې پروژې لپاره یو ټوپک یو وسلوال وژنه له چین یې پیسې اخله، چې ستا سیپېک ته امنیت ور کوم او دوه جوړوه، له امریکا یې پیسې اخله چې وګوره زه خو د سیپېک پر خلاف لګیا یم. دوی تل د پښتنو په وینو او امکاناتو ډالر ګټلي.»
ښاغلي پښتین پاکستان له پښتنو سره په دوه ګوني چلن تورن کړ او ویې ویل، چې کله له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه را کړه ور کړه ډېرېږي، اسلام اباد په یوه بله پلمه لارې بندې کړي، خو له هند سره د پنجاب کرتاپور لار یې هیڅکله هم بنده نه کړه.
هغه زیاته کړه چې د پښتنو د تجارت مخه ځکه نیول کېږی «چې څومره دا قام غریب کېږی، نو په پنځه زره روپۍ به استعماري خلکو نوکرۍ ته مجبور وي او پر دې خاوره به کار کولو ته ور سره مجبور وي.»
د وسلوالو ډېرېدل
د پښتون ژغورنې مشر په خپله وینا کې د پښتونخوا او بلوچستان په تېره د قبایلي سیمو ناامني او د وسلوالو بریدونه هم یاد کړل.
پاکستان په پښتونخوا کې د روانې ناامنۍ لامل تحریک طآلبان پاکستان بولي او وايي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره دا ډله ځواکمنه او په پاکستان کې یې بریدونه ډېر شوي دي.
پاکستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دې ډلې سره خبرې هم پیل کړې او ویل کېدل چې دې وسلوالو ته ځینې قبایلي سیمې په واک ور کوي.
منظور پښتین هغو خبرو ته په اشاره وویل: «موږ ځکه د دې مذاکراتو مخالف و چې د کامیابېدو ګرنټي یې نشته او که ناکام شول تاوان یې پښتنو ته رسېږی.»
د هغه په خبره، دا خبرې وروسته بې نتیجې پای ته ورسېدې او اوس ور سره مختلفو سیمو کې ناامني زیاته شوې ده.
منظور پښتین وویل، چې تر دې ناکامو خبرو وروسته د پلان له مخې په سیمه کې وسلوال زیات شول.
ښاغلی پښتین وايي، که څه هم اوس د پوځ مشر تابه دا پرېکړې پر ځینو مشرانو اچوي، خو د پاکستان د پوځ عمومي پالیسي همدا ده چې پښتنې سیمې نارامنه وي.