د ټولنې د قانونمندۍ له مخې هر تفکر، اعتقاد، روایت او ټولنیز اصل په طبیعي توګه د اعتدال په حالت کې وي، مګر دا چې له بهر څخه یو بل ځواک پرې اغېز وکړي او افراط یا تفریط ته یې بوځي.
د دې اصل له مخې اعتدال کورنی او طبیعي او افراط پردي او بهرنی وي.
له بهره راغلي دینيضد روایت پسې له بهره راغلي تکفیري چلند اعتدال له منځه یووړ، ځکه په دواړو؛ چپي تفریط او ښياړخي افراط کې بهرنیو سیاسي – استخباراتي پانګونه وکړه او ټولنه یې په شدت سره استقطاب ته ورټېلوهله.
نننی افغانستان یوازې له مذهبي افراطیت څخه نه کړیږي، بهرنیو اوږدمهالیو لاسوهنو په افغانستان کې سکتاریستي (قومي – مذهبي – ژبنی – سیمه ییز او نور)، فکري او په ایډیولوژیک مقیاس ګڼو تمایلاتو ته افراطي تګلوری ورکړی دی.
هر افراط خپله برخه عصبیت زېږولی او په دې عصبیت کې د سپکاویو، ښکنځلو، پوچو ویناوو، تخریبونو او پېغورونو اصطلاحات، مفاهیم او روایتونه داسې هره خوا شیندل شوي دي، چې د افغانستان ټوله فضا یې مسمومه کړې ده.
اوسمهالو واکمنو د انلاین ښکنځلمارو ټولي او کنډکونه ګومارلي دي، پر فیسبوک، تویتر (X) او نورو جالپاڼو لا خبره نه وي شوې، چې حتی د څو ثانیو په ترڅ کې له څو مستعارو ای ډي ګانو د ښکنځلو باران وشي، په دې سپکاویو کې دومره بېړه او سرسري چلند کیږي، چې ډېرځله یې خپل پلویان هم ښکنځلي وي. استدلال یې هم همدا دی، چې د جمهوریت پرمهال هم دولتي فیسبوک چلوونکیو ښکنځلې کولې. دا داسې یو استدلال دی، لکه اوسني واکمن چې ووایي: په جمهوریت کې ځینو لمونځ نه کاوه نو ځکه یې موږ هم نه کوو. اخلاقي چلند نسبي ارزول کیږي، خو رعایت يې مطلق دی.
موږ ویلی شو، چې احمد تر محمود زیات اخلاقي دی، خو محمود ویلی نه شي، چې دی ځکه بداخلاق دی، چې مقصود بداخلاق دی.
بله ډله افراط قومي دی، د ټولو قومونو افراطيون سپکاوی کوي. پخوا استدلال کېده، چې په افغانستان کې د بیان ازادي سمه ونه پېژندل شوه او د بیان د ازادۍ په نامه د ارزښتونو سپکاوی پیل شو، سرې کرښې ماتې شوې او هیڅه له سپکاوي بچ پاتې نهشول. فکر کېده که یو څه قانونمنده واکمني راشي دا افراط به کنترول شي.
قانونمنده واکمني رانهغله، بلکې د دین له آدرس او له یو سیاسي – استخباراتي تفسیر څخه رازېږېدلې استبدادي واکمني راغله، چې تر هرچا او هروخت ډېره دوی په سپک چلند او ښکنځلو داسې فضا ولړله، چې خلکو د جمهوریت دورې ګډوډۍ ته دعاګانې وکړې.
ښکېلاک د افغانستان ټول ارزښتونه همداسې سپک کړل، له چپي افکارو رانیولې، تر دیني، لېبرال، دیموکراسۍ او ان ملتپال تفکر پورې. دا دی اوس یې په دین پورې تړلي القاب او ټایټلونه هم له بنسټ څخه راولړزول. په ټولنیزو رسنیو کې د شیخ، ملا، حافظ، قاري، مولوي ... او داسې نورو درنو القابو شاته پټې شوې خولې وګورئ او ولولئ، چې څه لیکي؟ څه وايي؟
د افغانستان خلکو په دودیزه توګه دغو نومونو ته درناوی درلود او دا دی مردارو سیاستلوبو له دوی سره هم دا کانه وکړه، که د سیاستونو او عصبیتونو دغه دوړې کېناستلې، یادو لقبونو او دریځونو ته به هغه درناوی لس سلنه پاتې نه وي، چې پخوا به خلکوورته کاوه.
د خراسانیانو، فدرالیانو، افغانستانیانو او فرهنګي ایران هستوګنو او بیا د دوی په وړاندې د دوی د افراطي مخالفانو راپنځولي مکالمات خو لا پرځای پرېږدئ.
اصلي پوښتنه دا ده، چې د دغو افراطي چلندونو او ترې رازېږېدلیو عصبیتونو مخه څنګه نیول کېدلای شي؟
موږ هرې برخې تهد « منځګړوال/ وسطیت او اعتدال» حالت بریدونه باید وپېژنو او درناوی یې وکړو.اعتدال د ټولنې یوه مهمه فرهنګي اړتیا ده. موږ یوه پراخ ملي او فرهنګي کارستان ته اړیو، چې خپلې ټولنې ته اعتدال راستون کړو.
له یوه سپینږیري مې واورېدل: تر انقلابونو روسته له پاکیستان څخه نوې نخرې راغلې، موږ هماغه ظاهرشاهي اسلام غواړو. د دغه سپینږیرې خبرې او په تېره بیا ظاهرشاهي اسلام اصطلاح حیران کړم. باور لرم، چې د هغه هدف دا نه و، چې پخواني پاچا محمدظاهرشاه کوم ځانګړی اسلام دود کړی و، نه. د سپینږیري هېوادوال هدف تر بهرنیو لاسوهنو وړاندې زموږ د ټولنې له ارزښتونو سره موافق معتدل، طبیعي او له مینې و محبت څخه ډک اسلام او د هغه افغاني تعبیر و تفسیر و، چې ټولو ته ګران او منلی و.
له ظاهرشاهي اسلام سره د چپیانو تفریطي او له پاکیستان و عربو راستنو شویو ښي اړخو افراطي چلند دواړو په دې برخه کې عامه عصبیت رامنځ ته کړ.
یوه پراخه فرهنګي هڅه په کار ده، چې موږ د پاچا په دوره کې د دیني تفسیر او تعبیر له رمز و راز څخه خبر شو. یو مهال مې په افغانستان کې مائویست تفکر ته د متمایلو لیکوالو لیکنې لوستې، چې په افغانستان کې د شعلهیانو په نامه هم پېژندل کیږي، داسې باور شته، چې د ستم ملي ډلګۍ هم له دې جریان څخه بېله شوې وه، ستم ملي ډله په ضد ملي تفکر او هڅو تورنه ده، دا چې دوی څه ډول فکر کاوه هغه بېل بحث دی، خو عجیبه دا ده، چې د دغه سیاسي جریان د پلویانو په لیکلو کې مې د پښتونستان، واحد تاریخي افغانستان او تر ډيورند پورې غاړه پښتنو او بلوڅو د حقونو لپاره د مبارزې او حقغوښتنې داسې علمي او مستدل څه ولوستل، چې حیران شوم.
د هغه سپینږیري خبره بیا رایاده شوه. د ظاهرشاه په زمانه کې زموږ ملي تفکر هم ډېر سره ورته وو. یو دلیل یې دا و، چې هغه مهال افراط عامه عصبیت نه و راپنځولی.
موږ باید د ملي مسایلو په اړه هم تر عامه عصبیت پخوانۍ زمانې ته ورستانه شو. په دې اړه که ستونزې هم وي، ښايي په معقول، معتدل او منطقي دیسکورس حل شي.
د بنسټي حللارې په توګه موږ یوه پراخ فرهنګي کار ته اړ یو، چې د افراط او اعتدال تر منځ پولې روښانه کړي او موږ ته د ملي ګټو پربنسټ او د ټولو افغانانو د خیرښېګڼې، انساني حقونو او هوساینې په نیت ځینې سرې کرښې وکاږلای شي، چې هیڅوک یې د ماتولو حق ونه لري. په دې برخه کې موږ یوه ټولنیز قرارداد ته اړ یو، داسې قوانینو ته چې ټول یې باید ومنو.
دغه ملي – فرهنګي مبارزه ځانګړي ادبیات غواړي، چې د عامه عصبیت دوړې کینوي او د عامه ذهنیتونو فضا رڼه کړلای شي.
په دې برخه کې بهرنیو لاسوهنو ته (نه!) ویل لومړیتوب دی. له افغانستان، ملي او عقیدوي ارزښتونو سره معتدل چلند او له دې مسایلو سره د عاطفي پیوندونو ایجاد د هنر، ادبیاتو او نورو فرهنګي فعالیتونو له لارې شونی دی.
موږ یوې «درېیمې لارې» ته اړ یو. د اعتدال، وسطیت او فرهنګي راویښېدنې لارې ته.
لوستي، لیکوال، هنرمندان او هرهغه افغان چې خلک یې خبرې اوري په دې برخه کې مسئولیت لري.
همدا نن یې ښايي پیل کړو.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.