تېره ورځ هند اېرلنډ ته ماتې ورکړه، اسټرالیا عمان ته او یوګانډا د خپل کرېکټ په تارېخ کې په لومړي ځل د کرېکټ په نړۍوال جام کې لومړۍ بریا د پي اېن جي په وړاندې ثبت کړه.
د کرېکت په ۲۰۲۴ نړۍوال جام کې د هند او اېرلنډ تر منځ هم لوبه تر سره شوه، په دغې لوبه کې هند اېرلنډ ته د اتو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
نن پنجشنبه د (غبرګولي ۱۷مه) د کرېکت نړۍوال جام په دوام دوه لوبې تر سره شوې.
نن لومړۍ لوبه د یوګانډا او پي اېن جي هېوادونو تر منځ تر شوه.
د لوبې پچه یوګانډا وګتله او د پي اېن جي په وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د پي اېن جي ټوله لوبډله ۱۹،۱ اورونو کې وسځېده او یواځې یې ۷۷ منډې جوړې کړې.
د پي اېن جي له لوري د نورو لوبغاړو پرتله ډېرې منډې ۱۵ هیري هیري جوړې کړې.
د یوګانډا له لوري فرنک انسوبوګا او جوما میاګي څلور، څلور لوبغاړي وسوځول.
یوګانډا د پي اېن جي له لوري ورکول شوی هدف د لوبې په ۱۸،۲ اور کې پوره شو او د خپل کرېکټ په تاریخ کې یې په لومړي ځل په نړۍوال جام کې لومړنۍ بریا خپله کړه.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی ریازت علي وټاکل شو.
نن دویمه لوبه د اسټرالیا او عمان لوبډلو تر منځ تر سره شوه.
د یادې لوبې پچه عمان وګتله او اسټرالیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د اسټرالیا لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د پنځو وېکټو په زیان ۱۶۴ منډې جوړې کړې.
د اسټرالیا په ګټه مارکس سټونیس ۶۷ ناسوځېدلې منډې او ډیویډ وارنر ۵۶ منډې وکړې.
خو عمان لوبډله ونه توانېده، چې د اسټرالیا له لوري ورکول شوی هدف پوره کړي.
عمان لوبډلې په شل اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ مندې جوړې کړې او اسټرالیا یاده لوبه د ۳۹ منډو په توپیر وګټله.
نن د ورځې ناوخته بله لوبه د پاکستان او امریکا ترمنځ ترسره کېږي.