‏د افغانستان کرېکټ بورډ له سېلاب ځپلو سره څه باندې دوه مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶

د افغانستان کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو خبر ورکړی، چې د دغه بورډ کارکوونکو او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره دوه مېلیونه او ۲۷۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

دغه مرسته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دوو لوبغاړو رحمت شاه او قیس احمد په لاسونو طالبانو ته سپارل شوې ده.
په دغه ویډیو کې رحمت شاه ویلي:« په تېرو وروستیو کې په بغلان او بدخشان ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو ګڼو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي، چې موږ په دې لویه غمیزه کې له هېوادوالو سره شریک یو.»
هغه په ټولو سوداګرو او پانګه‌والو غږ کړی، چې له دغو سېلاب ځپلو سره دې مرسته وکړي.
‏له بل پلوه بیا د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې دغه مرسته د دغې ډلې د ریاست‌الوزرا مقام له لوري د ټاکل شوې کمېټې رییس حمد‌الله نعماني ته سپارل شوې ده.
له بل پلوه ملګري ملتونه وایي، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو