د کرېکټ په نړۍوال جام سیالیو کې افغانستان په لوی توپیر یوګانډا ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵

افغانستان د کرېکټ په ۲۰۲۴ نړۍوال جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.
افغانستان د یادې لوبې په ګټلو سره دوه امتیازونه تر لاسه کړل.

د ۲۰۲۴م کال د نارینه‌و د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام کې نن سه شنبه د (غبرګولي ۱۵مه) پنځمه لوبه د افغانستان او یوګانډا تر منځ د پرویدنس په لوبغالې کې تر سره شوه.
د لوبې پچه یوګانډا وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغان لوبډلې په ننۍ سکواډ کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ، رحمان الله ګربز،ابراهیم ځدراڼ، ګلبدین نایب، عظمت عمرزی، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، نوین الحق، مجیب ځدراڼ او فض الحق فاروقي شامل و.
افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ.
افغان پیلیز توپ وهونکي رحمن الله ګربز ۷۴ او ابراهیم ځدراڼ ۷۰ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د یوګاناډا ټوله لوبډله د لوبې په ۱۶م اور کې وسوځوله او لوبه یې له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپير وګټله.
په یاده لوبه کې فضل الحق فاروقي پنځه وېکټې، نوین الحق او راشد خان دوه، دوه او مجیب الرحمن یوه وېکټه تر لاسه کړه.
د یادې لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ فضل الحق فاروقي ته د غوره توپ اچونې په پار ورکول شوه.
افغانستان د یادې لوبې په ګټلو سره دوه امتیازونه تر لاسه کړل.

نور خبرونه

رادیو