په ۲۰۲۴ نړۍوال جام کې د ګډون لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۲۳ لوبغاړي بلل شوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۴

د فوټبال فدراسيون د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تمریناتو ته د ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې په دې لېست کې د ځینو مشهورو لوبغاړو نومونه لا هم نه ليدل کيږي.

د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام کې د ګډون په موخه د افغان ملي لوبډلې تمريناتي کمپ د ایران په مشهد ښار کې پيليږي.

داسي فکر کېده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نړۍوال جام ته د لار موندلو وروسته به د لوبغاړو، تخنيکي کارکوونکو او فدراسيون ترمنځ اختلافات حل شي؛ خو ډېری لوبغاړي لکه؛ سید حسين موسوي، حميد رضا حسيني او یو شمېر نور چې د ملتونو جام او نړۍوال جام لپاره د کولیفایډ په سيالیو کې د اختلاف له امله په لوبډله کې نه وو اوس هم لوبډلې ته نه دي بلل شوي.

اعلان شوی نوملړ:

ګول ساتونکي: علي رضا جعفري، محمد جواد صفري، سیدرضا حسيني، علي احمد محسني او علي اصفر رسولي.

لوبغاړي: مهدي نوروزي (لوبډلمشر)، رضا حسين پور، علي فیاضي، فرزاد محمودي، بهمن ګرګيج، ناصر تيموري، حسين محمدي، محمد مرادي، علي اميري، سيد مجتبا حسیني، مهران غلامي، خدایداد ابراهيمي، علي جعفري، اکبر کاظمي، محمد رضا کريمي، نصرالله رستمي، اميد قنبري او ميثم فيضي شامل دي.

افغانستان د نړۍوال جام په درېیم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا لوبډلو سره سيالۍ لري.

د نړۍوال جام په سیالیو کې به د افغانستان ملي لوبډله لومړۍ لوبه له انګولا، دویمه ارجنټاین او درېیمه لوبه به له اوکراین سره وکړي.

افغانستان فوټسال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ (۱۴۰۳ د وږي ۲۵مه) نېټه تر سره کړي.

افغانستان دویمه لوبه د همدې کال (د وږي ۲۸مه) په ګروپ کې د پیاوړي لوبډلې ارجنټاين او درېيمه به د شنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) له اوکراين سره کوي.

باید وویل شي، چې ارجنټاین د نړۍ د فوټسال په درجه بندۍ کې پنځم، اوکراین په دولسم، افغانستان په دېرشم او انګولا په ۴۷م ځای کې دي.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام به د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې له ۲۴مې نېټې پيل او د تلې مياشتي تر ۱۵ نېټې به دوام وکړي.

په دې جام کې ۲۴ لوبډلې برخه لري او د ازبکستان په کوربه توب پيليږي.

دا څلورم ځل دی، چې د فوټسال نړۍوال جام په اسیا او په لومړي ځل په منځنۍ اسيا کې تر سره کیږي.

نور خبرونه

رادیو