د کرېکټ په شل اوریز نړېوال جام کې نن عمان او نمېبیا لوبډلې سره مخ شوې، او نمېبیا د لوبې په ګټلو سره دوه امتیازه ترلاسه کړل.
راتلونکي لوبه د سوېلي افریقا او سریلانکا هېوادونو تر منځ تر سره کیږي.
نن دوشنبه د (غبرګولي ۱۴مه) د ۲۰۲۴ کال د نارینه و شل اوریز کرېکټ جام سیالیو په دوام عمان د نمېبیا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوی وو.
دغه سیالۍ په کینسګټون اووال باربوډاس لوبغالي کې تر سره شوه.
د لوبې پچه د نمېبیا لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د عمان لوبډلې د ۱۹،۴ اورونو په لوبولو ۱۰۹ منډې جوړې کړې او خپلې ټولې ویکېټې یې له لاسه ورکړې او نمېبیا ته یې د ۱۱۰ منډو هدف ورکړ.
د نمېبیا لوبډلې د عمان د ۱۱۰ منډو هدف پوره کېدو هڅه وکړه خو یوازې یې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او لوبه سوپر اور ته ولاړه.
نمېبیا په سوپر اور کې د عمان لوبډلې ته د ۲۱ منډو هدف ورکړ.
خو عمان ونه شو کولای چې په یوه اور کې د نمېبیا دغه هدف پوره کړي او لوبه یې بایلوده.
د کرېکت شل اوریز نړېوال جام دویمه سیالۍ نن د ورځې په ورستیو کې د سویلي افریقا او سریلانکا تر منځ تر سره کیږي.