اسلام ماخاچیف خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳

د روسیې د ازادو سیالو لوبغاړي اسلام ماخاچیف د یو ایف سي سازمان په ٣٠٢ پړاو سیالیو کې امریکايي ډسټین پویریر ته کلکه ماتې ورکړه، او د نړۍ د کم وزن اتل پاتې شو.

د دوی تر منځ دغه سیالۍ د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۳مه) د امریکا په نیوجرسي ایالت کې ترسره شوه.

د دواړو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پنځه پړاوه روانه وه او په پای کې اسلام ماخاچیف امریکايي ډستین پویریر د سبمیشن په تخنیک سره تسلیم کړ او اتلولي یې ترلاسه کړه.

تر دې مخکې ماخاچیف د ازادو سیالیو په سازمان کې ۲۵ بري او یوازې یوه ماتې خوړلې وه او په دغه بري سره یې د بریو شمېر ۲۶ ته ورسېد.

نور خبرونه

رادیو