افغانستان په خپلې دویمې تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپلې دویمې تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.

افغانستان سکاټلنډ ته د ۱۷۸ منډو هدف ټاکلی و او سکاټلنډ د ۱۲۳ منډو سره ونه توانېد، چې دغه هدف پوره کړي.
په افغان لوبډله کې ګلبدین نایب ۶۹ تر تولو ډېرې منډې وکړې.
افغانستان تر دې وړاندې له سکاټلنډ سره درې لوبې کړې وې، چې درې واړه لوبې افغانستان ګټلې وې.
تېره ورځ د عمان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ تمریني لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
د کرېکټ د شل اوره نړۍوال جام سیالۍ د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲مه) د امریکا او وېسټ انډیز په کوربه‌توب پیلېږي او د افغانستان څلور واړه ګروپي لوبې د مهال وېش له مخې په وېسټ اېنډیز کې ترسره کېږي.
افغانستان به په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه د جون په ۴مه له یوګانډا، دویمه لوبه د جون په ۸مه له نیوزیلانډ لوبډلې، درېیمه لوبه د جون په ۱۴مه پاپا نیوګینیا لوبډلې او څلورمه او وروستۍ ګروپي لوبه د جون میاشتې په ۱۸مه د وېسټ اېنډیز لوبډلې پر وړاندې تر سره کوي.

نور خبرونه

رادیو